External Publication
Visit Post

په کابل کې زلزلې د یوې کورنۍ ټول غړي وژلي

ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial] April 4, 2026
Source
په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وایي، د جمعې په شپه په کابل کې د زلزلې له امله اته تنه وژل شوې دي. د کابل د والي ویاند حافظ بشارت په یوه بیان کې وویل چې زلزلې د بګرامي ولسوالي په ګوسفند دره کې یو کور نړولی او د همدې کور ټول غړي پکې وژل شوې دي. د بیان له مخې د دې کورنۍ پلار، مور، څلور لوڼه او دوه زامن یو ځای وژل شوې دي. په بیان کې راغلي چې د دې زلزلې شدت پنځه اعشاریه اته درجې د ریښتر وې چې د افغانستان په یوشمیر نورو ولایتونو کې هم احساس شوې ده.

Discussion in the ATmosphere

Loading comments...