{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiapw56cmtzt6kwzdkopjesvqvegaky4pvlicp4qmmwdq5nymcbwwm",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3minvndyawtn2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreicx3ydfrw2bybu44wol7ne6ysa3plvdooillcadsx2vavnmgc6hla"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 115559
  },
  "path": "/a/33724648.html",
  "publishedAt": "2026-04-04T07:38:19.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وایي، د جمعې په شپه په کابل کې د زلزلې له امله اته تنه وژل شوې دي.\nد کابل د والي ویاند حافظ بشارت په یوه بیان کې وویل چې زلزلې د بګرامي ولسوالي په ګوسفند دره کې یو کور نړولی او د همدې کور ټول غړي پکې وژل شوې دي.\nد بیان له مخې د دې کورنۍ  پلار، مور، څلور لوڼه او دوه زامن یو ځای وژل شوې دي.\nپه بیان کې راغلي چې د دې زلزلې شدت پنځه اعشاریه اته درجې د ریښتر وې چې د افغانستان په یوشمیر نورو ولایتونو کې هم احساس شوې ده.",
  "title": "په کابل کې زلزلې د یوې کورنۍ ټول غړي وژلي"
}