External Publication
Visit Post

په کاناډا کې یوې ښځې په لسګونو کسان وژلي او ټپيان کړي

ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial] February 11, 2026
Source
په کاناډا کې یوې ښځې نهه کسه وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړې دي. دا پېښه د سې شنبې په ورځ د برټش کولمبیا په ټمبلر ریج سیمه کې رامنځته شوه. د کاناډا پولیسو په یوه بیان کې وویل چې د ټپيانو شمیر اووه ویشتو ته رسیږي چې دوه یې مرګوني دي. پولیسو د بریدګرې د هویت په اړه ډیر جزییات له رسنیو سره نه دې شریک کړي، دوی یوازې دومره ویلي دي چې برید کوونکې ځان وژلی دی. تر دې پېښې وروسته د کاناډا صدراعظم چې ټاکل شوې وه نن په مونیخ کې په نړیوال امنیتي کنفرانس برخه واخلي، د دې پېښې په خاطر خپل سفر وځنډاوه.

Discussion in the ATmosphere

Loading comments...