جنوبي وزيرستان کې وسلوالو د يوې کورنۍ ۳ غړي وژلي او ۳ نور یې ژوبل کړي دي
مشال راډیو [Unofficial]
March 24, 2026
په جنوبي وزيرستان کې ناپېژندليو وسلوالو د يوې کورنۍ درې غړي وژلي او درې نور یې ژوبل کړي دي.د کوز جنوبي وزيرستان د پولیسو مشر محمد طاهر شاه د مارچ پر ۲۴مه مشال راډيو ته وویل چې وژل شوي او ژوبل شوي کسان د ملک سردار علي د کورنۍ غړي دي.
هغه زیاته کړه چې پولیسو په اعظم ورسک کې د هغه پروني برید د نيولو هڅې پيل کړې دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.
له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو، شمالي وزيرستان او جنوبي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي...
Discussion in the ATmosphere