External Publication
Visit Post

په مردان کې وسلوالو یو پولیس وژلی دی

مشال راډیو [Unofficial] March 3, 2026
Source
د خیبرپښتونخوا په مردان کې نامعلومه وسلوالو یو پولیس په ډزو وژلی دی.پولیس چارواکو رسنیو ته په یو بیان کې ویلي چې وژل شوی پولیس د مارچ پر دویمه د مردان له چاټو څلور لارې سره نیږدې د جومات مخې ته په ډیوټۍ وو چې پرې ډزې وشوې. پولیسو ویلي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي. د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې. په خیبرپښتونخوا کې وړاندې هم دا ډول پېښې شوي دي. د فبرورۍ پر ۲۵مه په باجوړ، خیبر او بنو کې وسلوالو په جلا جلا حملو کې اووه پولیس او یو ماشوم وژلی وو.

Discussion in the ATmosphere

Loading comments...