{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreib77edksktowlwb4md6ko3noutucjzg33kctfwu5qqqj7zrh3ifhm",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mg5g35cl2hn2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreia7opwq3t3ciz6qoi7infopqxzinr3j6d3simhywunzo2cirsqdze"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 98982
  },
  "path": "/a/33692817.html",
  "publishedAt": "2026-03-03T07:33:36.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه"
  ],
  "textContent": "د خیبرپښتونخوا په مردان کې نامعلومه وسلوالو یو پولیس په ډزو وژلی دی.پولیس چارواکو رسنیو ته په یو بیان کې ویلي چې وژل شوی پولیس د مارچ پر دویمه د مردان له چاټو څلور لارې سره نیږدې د جومات مخې ته په ډیوټۍ وو چې پرې ډزې وشوې. \nپولیسو ویلي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.\nد پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې. په خیبرپښتونخوا کې وړاندې هم دا ډول پېښې شوي دي.\nد فبرورۍ پر ۲۵مه په باجوړ، خیبر او بنو کې وسلوالو په جلا جلا حملو کې اووه پولیس او یو ماشوم وژلی وو.",
  "title": "په مردان کې وسلوالو یو پولیس وژلی دی"
}