External Publication
Visit Post

د خیبر پښتونخوا بېلابېلو ضلعو کې وسلوالو ۷ پولیس او ۱ ماشوم وژلی دی

مشال راډیو [Unofficial] February 26, 2026
Source
د خیبر پښتونخوا په باجوړ، خیبر او بنو کې وسلوالو په حملو کې اووه پولیس سرتېري او یو ماشوم وژلی دی.د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو د ابابیل ځواک سرتېرو د فبرورۍ پر ۲۵مه پر موټرسایکلونو ګزمه (ګشت) کاوه چې د ضلعې د مرکز خار په نوي کلي کې ورباندې وسلوالو ډزې وکړې. دی وايي، په پېښه کې څلور سرتېري ځای پر ځای مړه شول او دوه ژوبل شول. اسرار زیاتوي چې د وژل شویو جنازې د باجوړ په پولیس لاینز کې وشوې. په همدې حال کې د بنو پولیس وايي چې د ضلعې په حسنخېلو کې وسلوالو...

Discussion in the ATmosphere

Loading comments...