External Publication
Visit Post

۱۹ افغان ماشومان په جرمني کې له تداوۍ وروسته کابل ته ستانه شول

ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial] May 23, 2026
Source
افغاني سره میاشت ټولنه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، وايي چې ۱۹ هغه ماشومان چې سخت سوځېدلي وو او د هډوکو عفونت یې درلود، په جرمني کې له درملنې وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دا ماشومان د جرمني د «سولې کلي» خیریه بنسټ له لوري تداوي شوي دي. د راپور له مخې، دا ماشومان د افغاني سره میاشت ټولنې او د جرمني د سولې کلي د خیریه بنسټ ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ جرمني ته د درملنې لپاره لېږدول شوي وو.

Discussion in the ATmosphere

Loading comments...