یو شمېر افغان کډوالو په برلین کې د جرمني د مهاجرت د ادارې مخته مظاهره وکړه
ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial]
May 16, 2026
یو شمېر افغان پناه غوښتونکي او د بشري حقونو فعالان د جمعې په ورځ د جرمني په برلین ښار کې د کډوالو او مهاجرت د فدرالي ادارې مخې ته راټول شول چې د افغان کډوالو د نه ایستلو غوښتنه وکړي.
لاریونوالو په خپلو شعارونو کې له جرمني او نورو اروپايي هیوادونو غوښتل چې د کډوالو په ستنولو کې د طالبانو له حکومت سره همکاری ونه کړي. دوی ټینګار وکړ چې افغانستان اوس هم ناامن دی او بشري حقونه باید د کډوالۍ د سیاستونو قرباني نه شي.
دا اعتراض وروسته له هغه ترسره شو چې د اروپايي اتحادیې چارواکو تایید کړه چې د یو...
Discussion in the ATmosphere