{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreihihfxqbbee5owuivjvwnar3ep2qury6ymuy5jooxhxobeclschbm",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mmjnkkpnrat2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreiameqeezrqz4ipxoi4ppw2mryscbyzmj5yx3ardysanrhm5uzyowu"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 85852
},
"path": "/a/33763233.html",
"publishedAt": "2026-05-23T12:34:10.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"افغانستان"
],
"textContent": "افغاني سره میاشت ټولنه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، وايي چې ۱۹ هغه ماشومان چې سخت سوځېدلي وو او د هډوکو عفونت یې درلود، په جرمني کې له درملنې وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.\nد دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دا ماشومان د جرمني د «سولې کلي» خیریه بنسټ له لوري تداوي شوي دي.\nد راپور له مخې، دا ماشومان د افغاني سره میاشت ټولنې او د جرمني د سولې کلي د خیریه بنسټ ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ جرمني ته د درملنې لپاره لېږدول شوي وو.",
"title": "۱۹ افغان ماشومان په جرمني کې له تداوۍ وروسته کابل ته ستانه شول"
}