یوه نړیواله اداره وايي تېر کال پاکستان کې د نړۍ تر بل هر ځایه زیاتې حملې شوې وې
مشال راډیو [Unofficial]
March 22, 2026
یوې نړیوالې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۲۵ز کال کې په پاکستان کې د "نړۍ تر بل هر ځای زیات وسلوال بریدونه" شوي دي.د اقتصاد او سولې چارو انسټېټیوټ د مارچ پر ۲۱مه په خپل لړلیک کې ښوولې چې تېر کال په پاکستان کې له "ترهګرۍ" سره په تړلیو پېښو کې ۱،۱۳۹ تنه ووژل شول چې د نورو کلونو پرتله شپږ سلنه اضافه ښيي.
هغه اداره، چې مرکزي دفتر یې د اسټرالیا په سېډني کې دی او په اسیا، افریقا، اروپا او امریکا کې هم څانګې لري، وايي چې په پاکستان کې تر ټولو خونړۍ ډله تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ده...
Discussion in the ATmosphere