{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreictucynbagvrhuyu77p3ji4w5dnrpuaylf43qazgzyp26m6wtmwje",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mhnbhmvt43j2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreifstfniboy5ngaeuxvf7urrc5pnvxmiecm4falals27vfror7tzke"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 108160
  },
  "path": "/a/pakistan-recorded-highest-attacks-in-2025-iep-says/33712738.html",
  "publishedAt": "2026-03-22T08:56:06.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "پاکستان"
  ],
  "textContent": "یوې نړیوالې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۲۵ز کال کې په پاکستان کې د \"نړۍ تر بل هر ځای زیات وسلوال بریدونه\" شوي دي.د اقتصاد او سولې چارو انسټېټیوټ د مارچ پر ۲۱مه په خپل لړلیک کې ښوولې چې تېر کال په پاکستان کې له \"ترهګرۍ\" سره په تړلیو پېښو کې ۱،۱۳۹ تنه ووژل شول چې د نورو کلونو پرتله شپږ سلنه اضافه ښيي.\nهغه اداره، چې مرکزي دفتر یې د اسټرالیا په سېډني کې دی او په اسیا، افریقا، اروپا او امریکا کې هم څانګې لري، وايي چې په پاکستان کې تر ټولو خونړۍ ډله تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ده...",
  "title": "یوه نړیواله اداره وايي تېر کال پاکستان کې د نړۍ تر بل هر ځایه زیاتې حملې شوې وې"
}