External Publication
Visit Post

سعودي د مارچ پر ۲۰مه د کوچني اختر اعلان کړی دی

مشال راډیو [Unofficial] March 18, 2026
Source
سعودي عرب اعلان وکړ چې د مارچ پر ۱۸مه د کوچني اختر میاشت نه ده لیدل شوې او اختر به د مارچ پر ۲۰مه، د جمعې پر ورځ وي، چې دا ورځ د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شوال میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون خوري.د سعودي عرب ستر عدالت د مارچ پر ۱۸مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د هغه هېواد په هېڅ ګوټ کې د اختر مياشت نه ده ليدل شوې. اخوا د پاکستان د مياشتې لیدلو مرکزي کمېټۍ د مارچ پر ۱۹مه په اسلام اباد کې غونډه کوي.

Discussion in the ATmosphere

Loading comments...