{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreibnyuokbm3gtavm6chlrteb3eix3kbgqer6xlgiekc333rdmoxzhe",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mhdumzrkdbn2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreihau37u2567wclbiphlqrycsloyh47zwtebmavk3436zdlmfyv4bm"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 99473
  },
  "path": "/a/33709956.html",
  "publishedAt": "2026-03-18T15:27:46.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه"
  ],
  "textContent": "سعودي عرب اعلان وکړ چې د مارچ پر ۱۸مه د کوچني اختر میاشت نه ده لیدل شوې او اختر به د مارچ پر ۲۰مه، د جمعې پر ورځ وي، چې دا ورځ د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شوال میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون خوري.د سعودي عرب ستر عدالت د مارچ پر ۱۸مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د هغه هېواد په هېڅ ګوټ کې د اختر مياشت نه ده ليدل شوې.\nاخوا د پاکستان د مياشتې لیدلو مرکزي کمېټۍ د مارچ پر ۱۹مه په اسلام اباد کې غونډه کوي.",
  "title": "سعودي د مارچ پر ۲۰مه د کوچني اختر اعلان کړی دی"
}