External Publication
Visit Post

بي اېل اې وايي تښتولي ۷ پاکستاني عسکر یې وژلي دي

مشال راډیو [Unofficial] March 3, 2026
Source
بلوچستان لېبریشن ارمي وسلوالې ډلې دعوه کړې چې د پاکستان هغه ۷ سرتېري یې وژلي دي چې د جنورۍ او فرورۍ په میاشتو کې یې نيولي وو. هغې ډلې د مارچ پر درېيمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې غوښتل یې د پاکستان له حکومت سره د مذاکراتو له لارې هغه بندیان تبادله کړي خو په وينا یې چې د خبرو اترو وخت ختم شو. بي اېل اې پخوا د هغو سرتېرو يوه ويډيو خپره کړې وه چې مشال راډيو یې د کره والي تصديق نه شي کولی. تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. بي اېل اې د پاکستان او امريکې لخوا ترهګره ګرځول شوې...

Discussion in the ATmosphere

Loading comments...