{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreidtc73cgd3ahym7qpxev4ckyw2uj2ftz2cxcblwuoferjad6djngm",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mg5thyd4bim2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreihxvwvppfnd5m22up5e6grx56cx2aqhk27sgjdoquuvza25tcrad4"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 107492
  },
  "path": "/a/33693080.html",
  "publishedAt": "2026-03-03T12:17:28.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه"
  ],
  "textContent": "بلوچستان لېبریشن ارمي وسلوالې ډلې دعوه کړې چې د پاکستان هغه ۷ سرتېري یې وژلي دي چې د جنورۍ او فرورۍ په میاشتو کې یې نيولي وو. هغې ډلې د مارچ پر درېيمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې غوښتل یې د پاکستان له حکومت سره د مذاکراتو له لارې هغه بندیان تبادله کړي خو په وينا یې چې د خبرو اترو وخت ختم شو. \nبي اېل اې پخوا د هغو سرتېرو يوه ويډيو خپره کړې وه چې مشال راډيو یې د کره والي تصديق نه شي کولی.\nتر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. بي اېل اې د پاکستان او امريکې لخوا ترهګره ګرځول شوې...",
  "title": "بي اېل اې وايي تښتولي ۷ پاکستاني عسکر یې وژلي دي"
}