External Publication
Visit Post

په سعودي کې میاشت ولیدل شوه، سبا اوله روژه ده

مشال راډیو [Unofficial] February 17, 2026
Source
سعودي عرب اعلان وکړ چې د روژې میاشت لیدل شوې او د فبرورۍ پر ۱۸مه به لومړۍ روژه وي چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د روژې میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون خوري. د سعودي عرب حکومت پر اېکس د فبرورۍ د ۱۷مې نېټې په ماښام د روژې د میاشتې د لیدل کېدو خبر خپور کړی دی. د سعودي عرب په ګډون په ګڼو عربي هېوادونو کې به د فبرورۍ پر ۱۸مه د روژې لومړۍ ورځ وي خو د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د روژې رسمي اعلان نه دی کړی.

Discussion in the ATmosphere

Loading comments...