{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreieq4ivy6etxgmppzrrhyytldis5u3clf22bjcu3pp2bbsfzb6cana",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mf2wco2vpck2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreidtlke67lmydcsoz5yl4q7guo2eos5i2ar6g2jb64e7nqwa6a76ey"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 21133
  },
  "path": "/a/33680763.html",
  "publishedAt": "2026-02-17T15:10:03.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه"
  ],
  "textContent": "سعودي عرب اعلان وکړ چې د روژې میاشت لیدل شوې او د فبرورۍ پر ۱۸مه به لومړۍ روژه وي چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د روژې میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون خوري. د سعودي عرب حکومت پر اېکس د فبرورۍ د ۱۷مې نېټې په ماښام د روژې د میاشتې د لیدل کېدو خبر خپور کړی دی. \nد سعودي عرب په ګډون په ګڼو عربي هېوادونو کې به د فبرورۍ پر ۱۸مه د روژې لومړۍ ورځ وي خو د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د روژې رسمي اعلان نه دی کړی.",
  "title": "په سعودي کې میاشت ولیدل شوه، سبا اوله روژه ده"
}