په افغانستان کې د ورښتونو له امله په ۴۸ ساعتونو کې تلفات ۲۸ ته ورسېدل
ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial]
May 23, 2026
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د یکشنبې په ورځ د بارانونو، د سیلابونو د راوتلو او توپانونو وړاندوینه شوې ده.
د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې یکشنبه د ( مې ۲۴ مه) په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، پروان، پنجشیر، بامیان، نورستان او کونړ ولایتونو کې په ځینو کې لس ملي متره او په ځنیو سیمو کې تر دیرش ملي متره پورې بارانونه ووریږي.
دا وړاندوینه په داسې حال کې کیږي چې د شنبې په ورځ د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند محمد...
Discussion in the ATmosphere