{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreic75jvqimtjflvzbov6swfvlt46qqkx22y4unzvdjwxawec4uyqqu",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mmkcgt3m37l2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreig47f375ofzecmvyk65l5o4sz6r7t5xcj3tm54jwbv57ihiriaay4"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 161034
  },
  "path": "/a/33763311.html",
  "publishedAt": "2026-05-23T18:56:23.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "راپورونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د یکشنبې په ورځ د بارانونو، د سیلابونو د راوتلو او توپانونو وړاندوینه شوې ده.\nد طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې یکشنبه د ( مې ۲۴ مه) په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، پروان، پنجشیر، بامیان، نورستان او کونړ ولایتونو کې په ځینو کې لس ملي متره او په ځنیو سیمو کې تر دیرش ملي متره پورې بارانونه ووریږي.\nدا وړاندوینه په داسې حال کې کیږي چې د شنبې په ورځ د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند محمد...",
  "title": "په افغانستان کې د ورښتونو له امله په ۴۸ ساعتونو کې تلفات ۲۸ ته ورسېدل"
}