External Publication
Visit Post

بنو کې موټر بم او ډله ییز برید ۱۴ پولیس وژلي دي

ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial] May 10, 2026
Source
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر یوه مرکز موټربم او ډله ییز برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي دي. رویټرز خبري اژانس د پولیسو د یوه مسول سجاد خان په حواله دغه ارقام خپاره کړي. راپورونه وایي برید پرون شنبه د پولیسو د مرکز مخته په موټربم سره پيل شو او وروسته یوه ډله نور وسله وال د پولیسو مرکز ته دننه شول. برید کې د لږ تر لږه ۳ کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی دی. د اتحاد المجاهدین په نوم یوې وسله والې ډلې د برید مسولیت منلی دی.

Discussion in the ATmosphere

Loading comments...