{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiezlrjk66bmvm4ky6zmt4m5k66rnh2z7q2fdzkzzxllprskshvvke",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mlibymcolpc2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreicer2aehpgyxksglrafq6epafv7munwqzwt4tcwjyffwnsjgxyake"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 137713
  },
  "path": "/a/33753714.html",
  "publishedAt": "2026-05-10T07:21:02.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر یوه مرکز موټربم او ډله ییز برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي دي.\nرویټرز خبري اژانس د پولیسو د یوه مسول سجاد خان په حواله دغه ارقام خپاره کړي.\nراپورونه وایي برید پرون شنبه د پولیسو د مرکز مخته په موټربم سره پيل شو او وروسته یوه ډله نور وسله وال د پولیسو مرکز ته دننه شول.\nبرید کې د لږ تر لږه ۳ کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.\nد اتحاد المجاهدین په نوم یوې وسله والې ډلې د برید مسولیت منلی دی.",
  "title": "بنو کې موټر بم او ډله ییز برید ۱۴ پولیس وژلي دي"
}