External Publication
Visit Post

په بدخشان کې د یوه کان د نړېدو په پېښه کې ۵ کاګر مړه شوي

ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial] May 2, 2026
Source
د بدخشان ولایت په شهرِ بزرگ ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي او اته نور ټپیان دي. د طالبانو د دفاع وزارت نن (شنبې) د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي. د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه کان د «اویز» په سیمه کې د غر د ښویېدو له امله ونړېد او ګڼ شمېر کارګران یې تر خاورو لاندې کړل. طالبانو ویلي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي، او یو شمېر نور کارګران چې تر خاورو لاندې بند پاتې وو، ژغورل شوي دي.

Discussion in the ATmosphere

Loading comments...