{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiclwntbtxeo5gmabh7rpc2ftsl72qj27lb35kis3wzz5efuhbnqai",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mku6sbmuokg2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreidugfqjxdyg2k7x2ufewuxnf6oogjjm2ifkgfyp5zl7jwkh4bpv7a"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 102658
  },
  "path": "/a/33747552.html",
  "publishedAt": "2026-05-02T07:53:47.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د بدخشان ولایت په شهرِ بزرگ ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي او اته نور ټپیان دي.\nد طالبانو د دفاع وزارت نن (شنبې) د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي.\nد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه کان د «اویز» په سیمه کې د غر د ښویېدو له امله ونړېد او ګڼ شمېر کارګران یې تر خاورو لاندې کړل.\nطالبانو ویلي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي، او یو شمېر نور کارګران چې تر خاورو لاندې بند پاتې وو، ژغورل شوي دي.",
  "title": "په بدخشان کې د یوه کان د نړېدو په پېښه کې ۵ کاګر مړه شوي"
}