External Publication
Visit Post

لندن کې د چاقو په برید کې دوه تنه یهودان ټپیان شوي

ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial] April 29, 2026
Source
لندن کې د یو کس لخوا د چاقو په برید کې دوه یهودان ټپیان شول. ټپیان چې یویې ۷۶ کلن او بل ۳۴ کلن دی په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او وضعیت یې ثابت دی. پولیس ویلي ۴۵ کلن مهاجم چې هڅه یې وکړه په پولیسانو هم برید وکړي نیول شوی دی. د مارک رولي په نوم د پولیسو یو افسر وویل مشکوک برید ګر د جدي زور زیاتي او رواني ستونزو سابقه لري.

Discussion in the ATmosphere

Loading comments...