{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreibc7hjameh2cpmki5vxe4rbss5w5o3tquiv4lmavfqnnji4mmqxue",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mkoaam3xy542"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreiavyapbczn32oo5b3m4jr3434tudvwavlwx2ejkmcpbj35csgr3ri"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 88696
  },
  "path": "/a/33745536.html",
  "publishedAt": "2026-04-29T21:13:10.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "لندن کې د یو کس لخوا  د چاقو په برید کې دوه یهودان ټپیان شول.\nټپیان چې یویې ۷۶ کلن او بل ۳۴ کلن دی په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او وضعیت یې ثابت دی.\nپولیس ویلي ۴۵ کلن مهاجم چې هڅه یې وکړه په پولیسانو هم برید وکړي نیول شوی دی.\nد مارک رولي په نوم د پولیسو یو افسر وویل مشکوک برید ګر د جدي زور زیاتي او رواني ستونزو سابقه لري.",
  "title": "لندن کې د چاقو په برید کې دوه تنه یهودان ټپیان شوي"
}