External Publication
Visit Post

صوفیه سروري بروکسل کې د جوجیستو سیالیو کې ګډون کوي

ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial] April 22, 2026
Source
تمه ده چې افغانه ورزشکاره صوفیه سروري بروکسل کې د جوجیستو د سیالیو په ګراپلینګ څانګه کې برخه واخلي. نوموړې په خپل انستاګرام خپره کړې چې د NAGA سازمان په چوکاټ کې دغه سیالۍ د اپریل په ۲۶ مه پیلیږي. هغه وايي د GI او NOGI په برخو کې خپلو سیالو لوبغاړو سره میدان ته کوزیږي. خو دا نه دي ویل شوي چې سیالانې یې څوک دي. صوفیې سروري په دې وروستیو کې په جرمني کې د جوجیستو د نړیوال لیګ اتلولي خپله کړه . افغانستان کې د طالبانو حکومت د نورو محدودیتونو ترڅنګ د ښځو په ورزش هم محدودیت لګولی دی.

Discussion in the ATmosphere

Loading comments...