{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreifo33u6hvwfhdacirtnpqqzihugt3gc5s4upm2laylutk64vpnqgy",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mk3s3moopqu2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreibbf6w7iujeft3td4rmu3sn7dfsppr67pp6ubwwepv7osdehsh4ai"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 78031
  },
  "path": "/a/33738060.html",
  "publishedAt": "2026-04-22T13:29:13.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "تمه ده چې افغانه ورزشکاره صوفیه سروري بروکسل کې د جوجیستو د سیالیو په ګراپلینګ څانګه کې برخه واخلي.\nنوموړې په خپل انستاګرام خپره کړې چې د NAGA سازمان په چوکاټ کې دغه سیالۍ د اپریل په ۲۶ مه پیلیږي.\nهغه وايي د GI او NOGI په برخو کې خپلو سیالو لوبغاړو سره میدان ته کوزیږي. خو دا نه دي ویل شوي چې سیالانې یې څوک دي.\nصوفیې سروري په دې وروستیو کې په جرمني کې د جوجیستو د نړیوال لیګ اتلولي خپله کړه .\nافغانستان کې د طالبانو حکومت د نورو محدودیتونو ترڅنګ د ښځو په ورزش هم محدودیت لګولی دی.",
  "title": "صوفیه سروري بروکسل کې د جوجیستو  سیالیو کې ګډون کوي"
}