د بشري حقونو د څار سازمان په کابل کې پر امېد روغتون برید غیرقانوني و
ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial]
March 27, 2026
د بشري حقونو د څار سازمان په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د هوايی برید په اړه خپل تحقیقات خپاره کړي او ویلي چې دا پېښه ښايي جنګي جرم وپېژندل شي.
د دې سازمان د اسیا څانګې مرستیالې، پتریشیا ګوسمن، ویلي:
«موجود شواهد ښيي چې د پاکستان هوايي برید په کابل کې پر یوه پېژندل شوي روغتیايي مرکز، چې لسګونه ناروغان یې ووژل، غیرقانوني و.»
د دې سازمان په وینا، دا برید پر یو لوی درملیز کمپلکس شوی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د ناټو په پخواني اډه کې فعالیت درلود. د دې مرکز د یوه کارکوونکي په...
Discussion in the ATmosphere