{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreib25q43ddn2lhhjnirc3p7jymcrjxrppcsjnnz3r6nws3g4mqmz2i",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mhzxhfci77q2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreighwmoa5xvejekvdsjlql42ted7ggujlk3rzgq2dd3jeehksk244i"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 111262
},
"path": "/a/33717803.html",
"publishedAt": "2026-03-27T08:38:31.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"افغانستان"
],
"textContent": "د بشري حقونو د څار سازمان په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د هوايی برید په اړه خپل تحقیقات خپاره کړي او ویلي چې دا پېښه ښايي جنګي جرم وپېژندل شي.\nد دې سازمان د اسیا څانګې مرستیالې، پتریشیا ګوسمن، ویلي:\n«موجود شواهد ښيي چې د پاکستان هوايي برید په کابل کې پر یوه پېژندل شوي روغتیايي مرکز، چې لسګونه ناروغان یې ووژل، غیرقانوني و.»\nد دې سازمان په وینا، دا برید پر یو لوی درملیز کمپلکس شوی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د ناټو په پخواني اډه کې فعالیت درلود. د دې مرکز د یوه کارکوونکي په...",
"title": "د بشري حقونو د څار سازمان په کابل کې پر امېد روغتون برید غیرقانوني و"
}