ولسمشر ټرمپ د ایران پر ضد په جګړه کې د بریتانیا پر نه ګډون نیوکه وکړه
ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial]
March 3, 2026
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ پر ایران د اسرائیل او امریکا په لومړنیو بریدونو کې د بریتانیا پر نه ګډون یو ځل بیا نیوکه وکړه او ویې ویل: «دا ډېره خواشینوونکې ده چې دا اړیکه نور د پخوا په شان نه ده.»
د امریکا ولسمشر د سېشنبې په ورځ (۱۲ حوت) له سن ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې امریکا په منځني ختیځ کې د پوځي عملیاتو د پرمخ بیولو لپاره بریتانیا ته اړتیا نه لري، خو زیاته یې کړه چې د دغه هېواد صدراعظم «باید مرسته کړې وای».
هغه همداراز فرانسه داسې هېواد وباله چې د ده په وینا په دې موضوع کې یې...
Discussion in the ATmosphere