{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiacjbokyzpnfzrdoe27sya74d27kbkfmlkkobma5disaq7r7enwbu",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mg5sxydupo32"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreiduceew27cjut7tsfxyx3je2j3mh4nt2oekiwb4xzrcdl5cgzowea"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 69963
  },
  "path": "/a/33692964.html",
  "publishedAt": "2026-03-03T10:30:50.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه",
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ پر ایران د اسرائیل او امریکا په لومړنیو بریدونو کې د بریتانیا پر نه ګډون یو ځل بیا نیوکه وکړه او ویې ویل: «دا ډېره خواشینوونکې ده چې دا اړیکه نور د پخوا په شان نه ده.»\nد امریکا ولسمشر د سې‌شنبې په ورځ (۱۲ حوت) له سن ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې امریکا په منځني ختیځ کې د پوځي عملیاتو د پرمخ بیولو لپاره بریتانیا ته اړتیا نه لري، خو زیاته یې کړه چې د دغه هېواد صدراعظم «باید مرسته کړې وای».\nهغه همداراز فرانسه داسې هېواد وباله چې د ده په وینا په دې موضوع کې یې...",
  "title": "ولسمشر ټرمپ د ایران پر ضد په جګړه کې د بریتانیا پر نه ګډون نیوکه وکړه"
}