په بنو کې د پولیسو پر حوزه په برید کې ۲ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي
ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial]
February 16, 2026
د خیبرپښتونخوا د بنو پولیس وايي، هلته پر توقیف خونه د وسلوالو په برید کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.د بنو پولیسو ویاند اصف حسن مشال راډیو ته وویل چې برید د فبرورۍ پر ۱۶مه د میریان تاڼې پر مرکزي دروازه شوی دی.
اصف حسن وویل چې وسلوالو بارودي مواد د تاڼې مخې ته په یو موټرسایکل کې ایښي وو او بیا یې د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه کړې ده.
د بنو د روغتونونو یو ویاند نعمان خان مشال راډیو ته ویلي چې په وژل شوو کې یو نهه کلن ماشوم هم دی.
د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې. په میریان پولیس...
Discussion in the ATmosphere