{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreifw2g3k7p2jsdkrgyhsefmmfzenfqinkhxr4corgpiuz5adk5khh4",
    "uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mextzbq7slv2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreia3lvvoht4pqimwzfi7matpxpedrnhmbtovq7swac3cgmu37qqywy"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 85782
  },
  "path": "/a/33679584.html",
  "publishedAt": "2026-02-16T10:12:19.000Z",
  "site": "https://pa.azadiradio.com",
  "tags": [
    "د ازادي له نورو څانګو"
  ],
  "textContent": "د خیبرپښتونخوا د بنو پولیس وايي، هلته پر توقیف خونه د وسلوالو په برید کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.د بنو پولیسو ویاند اصف حسن مشال راډیو ته وویل چې برید د فبرورۍ پر ۱۶مه د میریان تاڼې پر مرکزي دروازه شوی دی.\nاصف حسن وویل چې وسلوالو بارودي مواد د تاڼې مخې ته په یو موټرسایکل کې ایښي وو او بیا یې د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه کړې ده.\nد بنو د روغتونونو یو ویاند نعمان خان مشال راډیو ته ویلي چې په وژل شوو کې یو نهه کلن ماشوم هم دی.\nد پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې. په میریان پولیس...",
  "title": "په بنو کې د پولیسو پر حوزه په برید کې ۲ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي"
}