External Publication
Visit Post

د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره نوې مرسته کیږي

ازادي راډیو : کورپاڼه [Unofficial] February 12, 2026
Source
د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې ادارې( ایف-اې- او)، یونیسف او د فرانسې حکومت د دوه میلیونه یورو په ارزښت یو پروګرام پيل کړی دی چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره مرسته وکړي. د دې پروګرام له مخې به په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له نژدې دوه پنځوس زره کسانو سره مرسته وشي. تیرمیلادي کال د اګست په وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله تر دوه زره دوه سوه ډیر کسان ووژل شول او تر درې زره شپږ سوه ډیر ټپيان شول. د دې زلزلې له امله له شپږ زره اووه سوه ډیر کورونه ویجاړ شول.

Discussion in the ATmosphere

Loading comments...