{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreie5cfjk7kbpgfy5dyusf5qvx3wzkv73esafu66rtbrmxv7twmcj3e",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mep4ffmmw2d2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreidsvudwc2qwctrczcomfgdqcdo4gbrtjinl5ytymdpgekpzxlwssq"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 157180
},
"path": "/a/33676410.html",
"publishedAt": "2026-02-12T21:09:34.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"افغانستان"
],
"textContent": "د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې ادارې( ایف-اې- او)، یونیسف او د فرانسې حکومت د دوه میلیونه یورو په ارزښت یو پروګرام پيل کړی دی چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره مرسته وکړي.\nد دې پروګرام له مخې به په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له نژدې دوه پنځوس زره کسانو سره مرسته وشي.\nتیرمیلادي کال د اګست په وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله تر دوه زره دوه سوه ډیر کسان ووژل شول او تر درې زره شپږ سوه ډیر ټپيان شول. د دې زلزلې له امله له شپږ زره اووه سوه ډیر کورونه ویجاړ شول.",
"title": "د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره نوې مرسته کیږي"
}