{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreihgotbxp5a5lgyt2ammwdethdb2xb6h7qv2yl2dv4i6r4zjuogzoi",
"uri": "at://did:plc:h5gustl5ltwxexbwn2bpuz3r/app.bsky.feed.post/3mel3rm6mjih2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreiaa4luccx6eanl7pqe2dxwvxf3goww55bps6s5ya6fwaskenbbiyu"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 105740
},
"path": "/a/33674918.html",
"publishedAt": "2026-02-11T07:16:24.000Z",
"site": "https://pa.azadiradio.com",
"tags": [
"خبرونه",
"نړۍ"
],
"textContent": "په کاناډا کې یوې ښځې نهه کسه وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړې دي.\nدا پېښه د سې شنبې په ورځ د برټش کولمبیا په ټمبلر ریج سیمه کې رامنځته شوه. د کاناډا پولیسو په یوه بیان کې وویل چې د ټپيانو شمیر اووه ویشتو ته رسیږي چې دوه یې مرګوني دي.\nپولیسو د بریدګرې د هویت په اړه ډیر جزییات له رسنیو سره نه دې شریک کړي، دوی یوازې دومره ویلي دي چې برید کوونکې ځان وژلی دی.\nتر دې پېښې وروسته د کاناډا صدراعظم چې ټاکل شوې وه نن په مونیخ کې په نړیوال امنیتي کنفرانس برخه واخلي، د دې پېښې په خاطر خپل سفر وځنډاوه.",
"title": "په کاناډا کې یوې ښځې په لسګونو کسان وژلي او ټپيان کړي"
}