{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreidbwvzhnqt5zby4ionjikfjbsbkrf6wapo3zm6xes3omyjeiyjyca",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mi7dxk7u5lc2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreifguui6njkgfolbhuwrdim3nwhpohbcpa5rcowsg2ezazwlrdwfty"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 39599
  },
  "path": "/a/yemen-houthis-attack-israel-us-isral-strikes-iran/33719203.html",
  "publishedAt": "2026-03-29T14:01:20.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "نړۍ"
  ],
  "textContent": "په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو د خلیج او منځني ختیځ په جګړه کې خپله ښکېلتیا زیاته کړې ده او په ۲۴ ساعتونو کې یې پر اسراییلو د توغندیو دویم برید کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې تهران ویلي، د هغو هېوادونو کښتیو ته له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ورکوي چې په جګړه ښکېل نه دي. \nپه همدې حال کې اسراییلو پر ایران خپلې حملې زیاتې کړې دي او د مارچ پر ۲۸مه یې ناوخته د هغه هېواد د سمندري ځواکونو یو څېړنځای او په تهران کې مختلف ځایونو په نخښه کړي دي. \nحوثیانو تر اوسه په جګړه کې له ګډونه ډډه...",
  "title": "حوثي یاغیانو پر اسراییلو او امریکا او اسراییلو پر ایران حملې کړې دي"
}