{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreie5csjywdzvephfaqajk4guh6miekt3furwunsfac53jabpaguzjq",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mi6wkiwnuye2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreidmin3bldqla5q3o34juodvtplhsihshmjmosfwmqzn4qfbaxszuq"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 80970
  },
  "path": "/a/pakistan-saudi-turkey-egypt-discuss-middle-east-conflict-in-islamabad/33719138.html",
  "publishedAt": "2026-03-29T09:38:47.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "پاکستان"
  ],
  "textContent": "د پاکستان، سعودي عرب، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران په اسلام اباد کې د خلیج او منځني ختیځ پر جګړې او کړکېچ غونډه کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د وزیراعظم مرستیال محمد اسحاق ډار د مارچ پر ۲۹مه د دوه ورځنۍ غونډې مشر او کوربه دی.\nد بهرنیو چارو وزارت پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیانونو کې لیکلي چې ډار تر غونډې پیلېدو مخکې له خپل مصري سیال بدر العاطي او د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر حقان فیضان سره جلا، جلا ملاقاتونه وکړل. \n وزارت وايي، ډار له خپل مصري او ترکي سیالانو سره د دوه اړخیزو...",
  "title": "پاکستان، سعودي عرب، ترکیه او مصر د منځني ختیځ پر کړکېچ غږېږي"
}