{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreieb33wn2rr5z3nsj3vru7j5homno3umoufdqmnaxponanfdmnybsm",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mhsojzux2vr2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreifpwlcyi7wciiw3fouhrjyfd74d2abtljcssiocozlfugaiuvudny"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 93524
  },
  "path": "/a/33714398.html",
  "publishedAt": "2026-03-24T12:44:00.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "په افغانستان کې د طالبانو حکومت اعلان کړی دی چې يو امريکايي وګړی ډېنیس کویل یې خوشې کړی دی.د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د مارچ پر ۲۴مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې کويل یې د کوچني اختر په مناسبت او طالبانو د مشرتابه د \"شفقت او عفوې\" په ښوولو له بنده خوشې کړی دی.\nپر اېکس پاڼه خپرې شوې هغې خبرپاڼې کې ليکل شوي چې کويل \"د افغانستان له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې\" له امله نیول شوی وو.\nپه دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی خو په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې کويل نن خپلې کورنۍ ته په کابل کې وسپارل...",
  "title": "د طالبانو حکومت نن يو بل امريکايي له بنده خوشې کړی دی"
}