{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreihthgsjajyn4xlpfysae3akse5m6pspcz35bfsyyf3uglsbmwvp3e",
"uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mhshttua44y2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreiei5gzc4apnqjtubt6mjgm2s2xoqze6zodiym5pqwwxvbl2lvyc3m"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 132046
},
"path": "/a/33714243.html",
"publishedAt": "2026-03-24T08:47:28.000Z",
"site": "https://www.mashaalradio.com",
"tags": [
"نړۍ"
],
"textContent": "د کولمبیا چارواکي وايي، د هغه هېواد د یوې پوځي الوتکې د رالوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي دي.فرانس پرېس، رویټرز او اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانسونو د کولمبیا د چارواکو په حواله لیکلي دي چې دا پېښه د مارچ پر ۲۳مه مخې ته راغلې ده.\nچارواکي وايي، دغه سي - ۱۳۰ الوتکه له ایکواډور او پیرو سره پر پوله د کولمبیا په پورتو لیګوزامو سيمه کې پرېوتې ده.\nد کولمبیا دفاع وزیر پیدرو سانچیز رسنیو ته ویلي، الوتکه چې څنګه له ځغاستلیکې پورته شوه نو د یو نیم کیلومیټر په واټن کې بېرته پر ځمکه ولګېده چې له...",
"title": "کولمبیا کې د یوې پوځي الوتکې د رالوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي دي"
}