{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreidgx6ijkrvw5cx2nhsiyvbdxetrie5u3frjcxtz6equlvlk2nz6em",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mhnjb5sgtrj2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreiaf2otuimjp2gwlf76nkfh7c43fnkkx2q3o3lkfyhcwgrqaaowt6e"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 90410
  },
  "path": "/a/taliban-claim-pakistani-forces-attacked-kunar-paktika/33712775.html",
  "publishedAt": "2026-03-22T10:35:23.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "په کابل کې د طالبانو حکومت وايي، پاکستان يو ځل بیا پر افغانستان بریدونه پيل کړي دي.د طالبانو د حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت پر اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي چې د مارچ پر ۲۲مه سهار مهال پاکستاني پوځيانو د کونړ ولایت پر ناړۍ ولسوالۍ د هاوان مرمۍ ویشتلې دي چې پکې یو سړی وژل شوی او یوه ښځه ژوبله ده.\nد فطرت په وينا، پاکستاني پوځ د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر موټر ډزې کړې دي خو پکې چا ته زیان نه دی اوښتی.\nد پاکستان حکومت او پوځ لا د طالبانو حکومت د دې دعوې په غبرګون کې څه نه...",
  "title": "د طالبانو حکومت وايي پاکستانیو ځواکونو پر کونړ او پکتیکا حملې کړې دي"
}