{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreifg4333g43twrpqvxp275ijbwyvxdlwflhywsxb6cmzcqf36vlyae",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mhkvf2iqez42"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreigt6pgixbywkukxjvwxfvjrym2rxcvoxu6fwq4xzrlchdiqown7t4"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 89235
  },
  "path": "/a/33712253.html",
  "publishedAt": "2026-03-21T10:01:09.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "پاکستان"
  ],
  "textContent": "د خیبر پښتونخوا په هریپور کې افغان کډوال وايي چې پاکستاني پولیسو د اختر په ورځ هم د دوی لسګونه کسان نیولي او افغانستان ته یې د ایستلو لپاره بندیان کړي دي.د یاد کیمپ یو اوسېدونکي حاجی سعید خان کوچي د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې یو شمېر ګاونډیان او دوستان یې نیول شوي دي. هغه وايي، دوی افغانستان ته د ستنېدو لپاره تابیا نیولې وه خو د پاکستاني او طالب سرتېرو تر مینځ د جګړې له وجې لارې بندې شوې نو ځکه لا هم هلته پاتې دي. د نوموړي په وینا په کیمپ کې پاتې کسان د پولیسو د چاپو له ویرې له...",
  "title": "هریپور کې افغان کډوال وايي پولیسو په اختر کې د هغوی لسګونه کسان نيولي دي"
}