{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiazal5ao6chbwlfl4kmx5zrzgnytv2j2bjrb2llxxxnekm5u3wz34",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mhirnxod4sa2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreifopcekexwbixzrtr6nlgojcggmzokpantknugeeucvhusp66pxg4"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 81114
  },
  "path": "/a/us-allies-ready-to-secure-hormuz-strait-after-ceasfire/33711701.html",
  "publishedAt": "2026-03-20T14:04:50.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "خبرونه"
  ],
  "textContent": "د امریکا اروپايي متحدانو او جاپان د هرمز ستراتیژیک تنګي له لارې د کښتیو او بېړیو د تګ راتګ خوندي کولو لپاره \"مناسبو\" هڅو کولو ته چمتووالی ښوولی دی.دا په داسې حال کې ده چې په منځني ختیځ کې وار له مخه ژور کړکېچ له کنټروله د وتلو له ګواښ سره مخامخ دی. \nالبته هغو هېوادونو ټینګار کړی دی چې هر ډول اقدام به یوازې د اوربند تر کېدو وروسته وکړي. \nد برېتانیې، فرانسې، جرمني، اېټالیې، نېدرلینډز (هالینډ) او جاپان د مارچ پر ۱۹مه په ګډه اعلامیه کې وویل چې د هرمز تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ باوري کولو...",
  "title": "د امریکا متحدان او جاپان وايي د هرمز تنګي خوندیتوب لپاره \"مناسبو\" اقداماتو ته تیار دي"
}