{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreibx6zwayo4bau3gkbrxb5ehvjficohmoghdif3q7vshmriwdypu6e",
"uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mhbboy5iis72"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreif6wdr5mrkyyatnsr3zdgjtt4wro53blqhfjawhajpd2jst64ijf4"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 50747
},
"path": "/a/33708893.html",
"publishedAt": "2026-03-17T13:54:53.000Z",
"site": "https://www.mashaalradio.com",
"tags": [
"نړۍ"
],
"textContent": "د اسراییلو د دفاع وزیر اسراييل کاټز ادعا کړې ده چې د ایران د امنیتي شورا منشي علي لاريجاني یې په تهران کې په هوايي بریدونو کې وژلی دی.کاټز د مارچ پر ۱۷مه په يو بیان کې د خپلې کړې هغې ادعا د ملاتړ لپاره ثبوت نه دی وړاندې کړی خو که تایید شي، دا به د ايران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي تر وژل کېدو وروسته تر ټولو د مهم چارواکي وژل کېدل وي. اسراييلو او امريکا د فبرورۍ پر ۲۸مه خامنه يي وژلی وو.\nد ایران سرکاري ټېلېويژن د لاريجاني په لاس ليکلی يو يادښت خپور کړی او هڅه یې کړې چې داسې وښيي چې...",
"title": "اسراییلو ادعا کړې چې د ایران د امنیتي شورا منشي علي لاریجاني یې وژلی دی"
}