{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreiaw3gwokmqfajcx3b5tiliu3nyjjaqxvb7lx6jmxqgvhpvzdvrlmm",
"uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mh3p5r4vuhu2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreihgodirsfxke5hozknqe5vfrxxqh6lqotusd7ftvkwrkbhmxdycli"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 71017
},
"path": "/a/33707079.html",
"publishedAt": "2026-03-15T08:36:28.000Z",
"site": "https://www.mashaalradio.com",
"tags": [
"پاکستان"
],
"textContent": "د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د هند هغه څرګندونې رد کړې دي چې ګواکي پر افغانستان يې د بریدونو پرمهال ملکې وګړي وژلي دي.د وزارت وياند طاهر اندرابي د مارچ پر ۱۴مه په يو بيان کې د هند څرګندونې بې اساسه او بېځايه بللې دي.\n\nد هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندير جېسوال د مارچ پر ۱۴مه ویلي ول چې د پاکستان بريدونو په افغانستان کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده خو اندرابي دا دعوه رد کړه.\nاسلام اباد ټینګار کوي چې په افغانستان کې \"د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د اسلامي دولت (داعش) د خراسان...",
"title": "پاکستان د هند دا څرګندونې رد کړې چې په افغانستان کې یې عام وګړي وژلي"
}