{
"$type": "site.standard.document",
"bskyPostRef": {
"cid": "bafyreicstm6ubmoaijfd6t7xyccmgkgvufvh6xtpbb52igghrxhwvtj56u",
"uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mgzjzd4stcd2"
},
"coverImage": {
"$type": "blob",
"ref": {
"$link": "bafkreie2caduq25dmdpuhskxkbmujtbeqptjudv3znc5vm6vblqbr7kr3e"
},
"mimeType": "image/jpeg",
"size": 113665
},
"path": "/a/33706595.html",
"publishedAt": "2026-03-14T11:42:55.000Z",
"site": "https://www.mashaalradio.com",
"tags": [
"خبرونه"
],
"textContent": "د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې پر یوه روغتیایي مرکز د اسراییل په هوایي برید کې ۱۲ روغتیایي کارکوونکي وژل شوي او ۱ بل ټپي شوی دی.یاد وزارت د مارچ پر ۱۴مه په بیان کې ویلي چې برید د لبنان په جنوب کې د اسراییل پولې ته نژدې شوی دی او د وزارت په وینا د پلټنې عملیات روان دي.\nد \" جمعیت صحي اسلامي \" په نوم دغه روغتیایي مرکز د ایران ملاتړ لرونکې حزب الله ډلې پورې اړوند دی.\nحزب الله یوه سیاسي پوځي ډله ده چې متحده ایالتونه یې ترهګر بولي، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي برخه تورلسټ کې شامله کړې ده.\nد...",
"title": "لبنان وايي د اسراییل په هوایي برید کې ۱۲ روغتیایي کارکوونکي وژل شوي"
}