{
  "$type": "site.standard.document",
  "bskyPostRef": {
    "cid": "bafyreiale7nbalos6gsyzvain7iur6ao7snfypc5tu274musrlccfai2lu",
    "uri": "at://did:plc:izjlrbwpqttumjukql2lkwmm/app.bsky.feed.post/3mgz4md7eg3z2"
  },
  "coverImage": {
    "$type": "blob",
    "ref": {
      "$link": "bafkreibw6znvyeipu4joxz6tyjgcla33qgrfmt4mna3xi66snrqgepwvy4"
    },
    "mimeType": "image/jpeg",
    "size": 106352
  },
  "path": "/a/33706495.html",
  "publishedAt": "2026-03-14T08:07:18.000Z",
  "site": "https://www.mashaalradio.com",
  "tags": [
    "افغانستان"
  ],
  "textContent": "د پاکستان پوځ وايي د افغان طالبانو ډرون بریدونو د ملک په جلا جلا سیمو کې څلور ولسي وګړي ژوبل کړي دي. د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې تېره ورځ ناوخته د طالبانو ډرونونو په کوټه، کوهاټ او راولپېنډۍ کې د اهدافو د ویشتلو هڅه وکړه خو د دوی په وینا، \"تر هغې مخکې وغورځول شول.\" \nپوځ وايي، د ډرونونو د ملبې د غورځېدو له وجې په کوټه کې دوه ماشومان او په کوهاټ او راولپېنډۍ کې یو یو ولسي وګړی ژوبل شوي دي.\nد پاکستان پوځ وايي د افغان طالبانو خلاف به یې...",
  "title": "د پاکستان پوځ وايي، د افغان طالبانو ډرون بریدونو ۴ ولسي وګړي ژوبل کړي دي"
}