طالب چارواکي وايي پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان هوايي بریدونه کړي دي
مشال راډیو [Unofficial]
March 13, 2026
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل کې برید کړی چې په نتیجه کې یې څلور ولسي کسان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په جلا جلا پیغامونو کې ویلي دی چې دا بریدونه د مارچ د ۱۲مې او ۱۳مې په منځنۍ شپه د کابل د ۲۱مې ناحیې په څرخي پله سیمه کې د استوګنې پر سیمې ترسره شوي دي.
ذبیح الله مجاهد د مارچ پر ۱۳مه پر ټوېټر (پخواني اېکس) لیکلي دي چې پاکستان په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا...
Discussion in the ATmosphere