په نړۍ کې د تېلو بیه ۲۶ فېصده لوړه شوې ده
مشال راډیو [Unofficial]
March 9, 2026
د مارچ پر نهمه، د نړۍ په بازارونو کې د تیلو په بیو کې ۲۶ فېصده اضافه شوې ده.رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د مارچ پر نهمه، يو بیرل خام تېل په ۱۱۷ ډالره وو چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د تېلو تر ټولو لوړې بیې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسرايل او امريکا سره د ايران جګړه دویمې اونۍ ته داخله او تونده شوې ده. د دې جګړې له وجې له هرمز تنګي د تیلو صادارت اغیزمن کړي. د ايران او عمان ترمنځ د پرتې هغې سمندري سیمې څخه د نړۍ پينځمه برخه تېل صادرېږي.
د ایران پوځ اعلان کړی چې دغه ځای یې کنټرول کړی چې له...
Discussion in the ATmosphere